سورت الأعراف، آیت 116

7:116

قَالَ أَلۡقُواْۖ فَلَمَّآ أَلۡقَوۡاْ سَحَرُوٓاْ أَعۡيُنَ ٱلنَّاسِ وَٱسۡتَرۡهَبُوهُمۡ وَجَآءُو بِسِحۡرٍ عَظِيمٖ ١١٦

7-116 ويې ويل: تاسو يې وغورځوئ، نو كله چې هغوى وغورځولې (، نو) د خلقو پر سترګو يې جادو وكړ او هغوى يې ښه ووېرول او ډېر لوى جادو يې وكړ

تفسیر

موسی -علیه السلام- ورته جواب ورکړ پداسې حال کې چې هغه ډاډه و د خپل رب له طرف نه په مدد سره او په هغوی یې هیڅ پروا نه وه: تاسو خپلې رسۍ (پړي) او امساګانې ورغورځوئ، نو هر کله چې هغوی وغورځولې د خلکو په سترګو یې جادو وکړ په اړولو د هغوی د سترګو د سم راګیرولو نه، او خلک یې وویرول، او راتګ یې وکړ په ډیر قوي او سخت جادو سره د خلکو په نظر کې.