وَجَآءَ ٱلسَّحَرَةُ فِرۡعَوۡنَ قَالُوٓاْ إِنَّ لَنَا لَأَجۡرًا إِن كُنَّا نَحۡنُ ٱلۡغَٰلِبِينَ ١١٣
7-113 او جادوګر فرعون ته راغلل، ويې ويل:بېشكه زمونږ لپاره به لازمًا اجرت وي كه چېرې همدا مونږ غلبه موندونكي شو
تفسیر
نو ولیږل فرعون استازي د جادوګرانو د راټولو لپاره، پس هر کله چې جادوګران راغلل فرعون ته؛ پوښتنه یې ترې وکړه: آیا د دوی لپاره به جایزه وي که چیرته دوی په موسی باندې کامیاب شول د دوی د جادو په وجه؟