سورت الأعراف، آیت 103

7:103

ثُمَّ بَعَثۡنَا مِنۢ بَعۡدِهِم مُّوسَىٰ بِـَٔايَٰتِنَآ إِلَىٰ فِرۡعَوۡنَ وَمَلَإِيْهِۦ فَظَلَمُواْ بِهَاۖ فَٱنظُرۡ كَيۡفَ كَانَ عَٰقِبَةُ ٱلۡمُفۡسِدِينَ ١٠٣

7-103 بیا وروسته له دوى نه مونږ فرعون او د هغهٔ سردارانو ته موسٰی ولېږه له خپلو ایتونو (معجزو) سره، نو هغوى له دغو (ایتونو) سره ظلم وكړ، نو ته وګوره د ورانكارو انجام څنګه شو؟

تفسیر

بیا مونږ ولیږه وروسته د دې پیغمبرانو نه موسی -علیه السلام- په معجزاتو او ښکاره دلیلونو خپلو سره هغه چې دلالت کوونکي وو د هغه په ریښتنولۍ فرعون او د هغه قوم ته، نو نه وو د دوی نه مګر دا چې انکار یې وکړ په دې معجزو او کفر یې پرې وکړ، نو ته په غور سره وګوره -ای پیغمبره- څرنګه شو اخري انجام د فرعون او د هغه د قوم، نو بیشکه الله تعالی هغوی په غرقیدلو سره تباه کړل، او راویې لیږه په دوی پسې لعنت په دنیا او اخرت کې.