إِنَّا مُنزِلُونَ عَلَىٰٓ أَهۡلِ هَٰذِهِ ٱلۡقَرۡيَةِ رِجۡزٗا مِّنَ ٱلسَّمَآءِ بِمَا كَانُواْ يَفۡسُقُونَ ٣٤
29-34 بېشكه مونږ د دې كلي په اوسېدونكو باندې له اسمانه عذاب نازلوونكي یو، په سبب د هغې نافرمانۍ (او بدكارۍ) چې دوى به كوله
تفسیر
بېشکه موږ د دغه کلي پر خلکو چې ډېر بد کارونه کوي له آسمانه د يو داسې عذاب را نازلوونکي يو چې هغه نښانه شوې ډبرې دي دا د هغوی لپاره يو عذاب دی چې د الله له پيروۍ څخه د ډېر ناوړه کار په ترسره کولو وتلي وو، چې هغه له ښځو پرته نارينه وو ته د شهوت لپاره ورتګ دی.