وَإِذَا تُتۡلَىٰ عَلَيۡهِمۡ ءَايَٰتُنَا قَالُواْ قَدۡ سَمِعۡنَا لَوۡ نَشَآءُ لَقُلۡنَا مِثۡلَ هَٰذَآ إِنۡ هَٰذَآ إِلَّآ أَسَٰطِيرُ ٱلۡأَوَّلِينَ ٣١
8-31 او كله چې دوى ته زمونږ ایتونه تلاوت كولى شي، دوى وايي: يقيناً مونږ واورېدل، كه چېرې مونږ وغواړو خامخا مونږ به هم د دې (قرآن) په مثل ووایو، نه دي دا مګر د ړومبنو خلقو باطل داستانونه
تفسیر
او کله چې ولوستل شي په دوی باندې آیتونه زمونږ دوی د حق سره د ضد له وجې نه او د تکبر له وجې نه وايې: بیشکه اوریدلی و مونږ د دې په شان مخکې لدې نه، که چیرته مونږ غوښتلی وی چې د دې قران په شان ووایو نو مونږ به ویلی وی، ندی دا قران چې مونږ اوریدلی مګر د پخوانیو خلکو دروغ دي؛ نو مونږ هیڅکله په دې باندې ایمان نه راوړو.