ٱلَّذِينَ يُقِيمُونَ ٱلصَّلَوٰةَ وَمِمَّا رَزَقۡنَٰهُمۡ يُنفِقُونَ ٣
8-3 هغه كسان چې لمونځ قايموي او له هغه (مال) نه چې مونږ دوى ته وركړى دى، څه حصه خرچ كوي
تفسیر
دا هغه کسان دي چې همیشوالی کوي په ادا کولو د لمونځونو په پوره توګه په خپلو وختونو کې، او د هغه رزق نه چې مونږ دوی ته ورکړی فرضي زکات او نفلي صدقې هم ورکوي.