يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ أَطِيعُواْ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ وَلَا تَوَلَّوۡاْ عَنۡهُ وَأَنتُمۡ تَسۡمَعُونَ ٢٠
8-20 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د الله او د هغه د رسول حكم منئ او له دې (اطاعت) نه مه ګرځئ، حال دا چې تاسو يې اورئ
تفسیر
ای هغو کسانو چې په الله تعالی مو ایمان راوړی او د هغه د پیغمبر پیروي موکړی، تابعداري وکړئ د الله تعالی او د هغه د پیغمبر په عملي کولو د هغه د امر او په ځان ساتلو د هغه له نواهیو څخه، او تاسو د هغه نه مخ مه اړوئ د هغه د امر په مخالفت سره او د هغه په منهیاتو عمل کولو سره، او حال دا چې تاسو د الله تعالی آیتونه اورئ چې په تاسو لوستل کیږي.