سورت الأنعام، آیت 90

6:90

أُوْلَٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ هَدَى ٱللَّهُۖ فَبِهُدَىٰهُمُ ٱقۡتَدِهۡۗ قُل لَّآ أَسۡـَٔلُكُمۡ عَلَيۡهِ أَجۡرًاۖ إِنۡ هُوَ إِلَّا ذِكۡرَىٰ لِلۡعَٰلَمِينَ ٩٠

6-90 دا هغه كسان دي چې الله ورته هدایت كړى دى، نو ته د دوى د طریقې اتباع كوه، ته ووایه: زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې مزدوري نه غواړم، نه دى دا مګر د ټولو عالَمونو لپاره نصیحت

تفسیر

دغه پیغمبران، او د هغوی سره چې څوک د هغوی د پلارانو، اولادونو او وروڼو نه ذکر شول، هم دوی خاص د ریښتوني هدایت والا دي، نو ته د دوی تابعداري وکړه او د دوی لاره خپله کړه، او -ای پیغمبره- خپل قوم ته ووایه: زه ستاسو نه د دې قرآن په تبلیغ باندې مزدوري نه غواړم، نو نه دی قرآن کریم مګر پند او نصیحت؛ لپاره د مخلوقاتو د انسانانو او پیریانو نه، د دې لپاره چې په دې باندې نیغې او برابرې لارې ته ورسیږي.