سورت الأنعام، آیت 74

6:74

۞ وَإِذۡ قَالَ إِبۡرَٰهِيمُ لِأَبِيهِ ءَازَرَ أَتَتَّخِذُ أَصۡنَامًا ءَالِهَةً إِنِّيٓ أَرَىٰكَ وَقَوۡمَكَ فِي ضَلَٰلٖ مُّبِينٖ ٧٤

6-74 او كله چې ابراهیم خپل پلار ازر ته وویل: ایا ته بتان، معبودان نیسي، يقينًا زه تا او ستا قوم په څرګنده ګمراهۍ كې وینم

تفسیر

او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې ابراهیم -علیه السلام- خپل مشرک پلار آزر ته وویل: ای زما پلار جانه! آیا ته جوړوې بتانو لره معبودان چې د الله تعالی نه پرته یې بندګي کوې؟ یقینا زه وینم تالره او ستا قوم لره په ښکاره ګمراهۍ کې، او په شک کې د حق د لارې نه، چې تاسو د الله تعالی نه پرته د بل چا بندګۍ کوئ، نو خاص الله تعالی یوازې په حق سره لایق د بندګۍ دی، او د هغه نه پرته نور ټول باطل معبودان دي.