وَإِذَا رَأَيۡتَ ٱلَّذِينَ يَخُوضُونَ فِيٓ ءَايَٰتِنَا فَأَعۡرِضۡ عَنۡهُمۡ حَتَّىٰ يَخُوضُواْ فِي حَدِيثٍ غَيۡرِهِۦۚ وَإِمَّا يُنسِيَنَّكَ ٱلشَّيۡطَٰنُ فَلَا تَقۡعُدۡ بَعۡدَ ٱلذِّكۡرَىٰ مَعَ ٱلۡقَوۡمِ ٱلظَّٰلِمِينَ ٦٨
6-68 او كله چې ته هغه كسان ووینې چې زمونږ په ایتونو كې عبث بحثونه كوي، نو ته له هغوى نه مخ واړوه، تر دې چې دوى له دې نه په علاوه خبرو كې مشغول شي، او كه چېرې شیطان له تا نه (دا حكم) هېر كړي، نو له یادېدلو نه پس له دغو ظالمانو سره مه كېنه
تفسیر
او کله چې ووینې ته -ای پیغمبره- مشرکینو لره چې خبرې کوي زمونږ په آیتونو پسې په مسخرو او ټوکو ټکالو باندې، نو ته د دوی نه لرې شه تر دې چې دوی په نورو خبرو کې ورننوځي چې په هغو کې زمونږ په آیتونو پسې مسخرې او ټوکې نه وي، او که چیرته هیر کړي ستا څخه شیطان او ته د دوی سره کیناستلې، او بیا در په یاد شو نو په دغه وخت کې د دوی مجلس پریږده او د دې زیاتي کوونکو سره مه کینه.