سورت الأنعام، آیت 6

6:6

أَلَمۡ يَرَوۡاْ كَمۡ أَهۡلَكۡنَا مِن قَبۡلِهِم مِّن قَرۡنٖ مَّكَّنَّٰهُمۡ فِي ٱلۡأَرۡضِ مَا لَمۡ نُمَكِّن لَّكُمۡ وَأَرۡسَلۡنَا ٱلسَّمَآءَ عَلَيۡهِم مِّدۡرَارٗا وَجَعَلۡنَا ٱلۡأَنۡهَٰرَ تَجۡرِي مِن تَحۡتِهِمۡ فَأَهۡلَكۡنَٰهُم بِذُنُوبِهِمۡ وَأَنشَأۡنَا مِنۢ بَعۡدِهِمۡ قَرۡنًا ءَاخَرِينَ ٦

6-6 ایا دوى نه دي كتلي(نه دي خبر شوي) چې مونږ له دوى نه مخكې څومره (ډېر) امتونه هلاك كړي دي، چې مونږ هغوى ته په ځمكه كې ښه قوت وركړى و، دومره (قوت) چې تاسو ته مو (هومره) نه دى دركړى او مونږ پر هغوى باندې پرله پسې ورېدونكى باران ورولى و او داسې وَلې مو جاري كړې وې چې له هغوى نه ښكته بهېدلې، نو مونږ هغوى د خپلو ګناهونو په سبب هلاك كړل او له هغوى نه بعد مونږه نور خلق پیدا كړل

تفسیر

آیا دا کافران نه پیژني د الله تعالی طریقه په هلاکولو د ظالمو امتونو کې، نو بیشکه الله تعالی هلاک کړي وو د دوی نه مخکې ډیر امتونه چې ورکړي یې وو هغوی ته د قوت او په ځمکه کې د پاتې کیدلو داسې سببونه چې دې کافرانو ته یې نه دي ورکړي، او په هغوی باندې یې پرلپسې بارانونه راورولې وو، او هغوی ته یې د هغوی د کورونو لاندې ویالې (نهرونه) روان کړي وو، نو هغوی د الله تعالی نافرماني وکړه، نو الله تعالی هغوی د خپلو ګناهونو په وجه هلاک کړل، او د هغوی نه وروسته یې نورې ډلی او امتونه راپیداکړل.