وَيَوۡمَ نَحۡشُرُهُمۡ جَمِيعٗا ثُمَّ نَقُولُ لِلَّذِينَ أَشۡرَكُوٓاْ أَيۡنَ شُرَكَآؤُكُمُ ٱلَّذِينَ كُنتُمۡ تَزۡعُمُونَ ٢٢
6-22 او په هغې ورځ كې چې مونږ به دوى ټول راجمع كوو، بیا به مونږه هغو كسانو ته چې شرك يې كړى دى ؛ وایو: ستاسو هغه شریكان چېرته دي چې تاسو به (له الله سره شریكان) ګڼل؟
تفسیر
او یاده کړه ورځ د قیامت کله چې به مونږ دوی ټول راجمع کړو، نه به پریږدو هیڅوک د دوی نه، بیا به مونږ د رټنې په ډول هغه چا ته ووایو چې د الله تعالی سره یې د نور چا بندګي کړې وه: هغه برخه وال مو چېرته دي چې په درغو مو دعوه کوله چې دوی د الله تعالی سره برخې والا دي.