وَمَنۡ أَظۡلَمُ مِمَّنِ ٱفۡتَرَىٰ عَلَى ٱللَّهِ كَذِبًا أَوۡ كَذَّبَ بِـَٔايَٰتِهِۦٓۚ إِنَّهُۥ لَا يُفۡلِحُ ٱلظَّٰلِمُونَ ٢١
6-21 او له هغه كس نه (بل) زیات ظالم څوك دى چې په الله باندې دروغ تپي (اړوي)، یا د هغه ایتونه دروغ ګڼي، بېشكه حقيقت دا دى چې ظالمان نشي كاميابېدلى
تفسیر
نشته هیڅوک ډیر ظلم کوونکی د هغه چا نه چې الله تعالی ته یې د شریک نسبت کړی وي، نو د هغه سره یې ورله عبادت کړی وي، او یا یې دروغ ګڼلي وي د الله تعالی هغه آیتونه چې په خپل پیغمبر یې رالیږلي، بیشکه هغه ظالمان چې نسبت د شریک یې الله تعالی ته کړی او د هغه د آیتونو تکذیب یې کړی هیڅکله نشي کامیابیدلی که چیرته توبه ونه باسي.