سورت الأنعام، آیت 157

6:157

أَوۡ تَقُولُواْ لَوۡ أَنَّآ أُنزِلَ عَلَيۡنَا ٱلۡكِتَٰبُ لَكُنَّآ أَهۡدَىٰ مِنۡهُمۡۚ فَقَدۡ جَآءَكُم بَيِّنَةٞ مِّن رَّبِّكُمۡ وَهُدٗى وَرَحۡمَةٞۚ فَمَنۡ أَظۡلَمُ مِمَّن كَذَّبَ بِـَٔايَٰتِ ٱللَّهِ وَصَدَفَ عَنۡهَاۗ سَنَجۡزِي ٱلَّذِينَ يَصۡدِفُونَ عَنۡ ءَايَٰتِنَا سُوٓءَ ٱلۡعَذَابِ بِمَا كَانُواْ يَصۡدِفُونَ ١٥٧

6-157 یا چې تاسو ونه وایئ: یقینًا كه چېرې پر مونږه كتاب نازل كړى شوى وَى نو مونږ به لازمًا له دوى نه ښه لارموندونكي وو، نو یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه ښكاره دلیل راغلى دى او هدایت او رحمت، نو له هغه چا نه لوى ظالم څوك دى چې د الله ایتونه دروغ ګڼي او له هغو نه مخ اړوي؟ عنقریب به مونږ هغو كسانو ته د سخت عذاب سزا وركړو چې زمونږ له ایتونو نه مخ اړوي، په سبب د هغه چې دوى به اعراض كاوه

تفسیر

او لدې وجې نه چې ونه وایئ تاسو: که چیرته الله تعالی په مونږ باندې یو کتاب رانازل کړی وی لکه څرنګه چې یې په یهودیانو او نصرانیانو رانازل کړی و نو مونږ به د هغوی په پرتله ډیر په استقامت وو، نو بیشکه راغلی تاسو ته کتاب چې رانازل کړی الله تعالی ستاسو په پیغمبر محمد -صلی الله علیه وسلم- باندې- ستاسو په ژبه، او دا ښکاره دلیل دی او ښودنه کوونکی دی حق ته او رحمت دی لپاره د امت، نو تاسو عذرونه مه کوئ کمزوري عذرونه، او بهانې مه کوئ باطلې بهانې، او نشته هیڅ څوک ډیر ظلم کوونکی د هغه چا نه چې دروغجن ګڼي آیتونه د الله تعالی او ورڅخه مخ اړوي، زر دی هغه کسان چې زمونږ له آیتونو څخه اوړی مونږ به سزا ورکړو ؛ سخته سزا په ننویستلو د دوی د جهنم اور ته؛ دا بدله ده د دوی د مخ اړولو له امله.