سورت الأنعام، آیت 128

6:128

وَيَوۡمَ يَحۡشُرُهُمۡ جَمِيعٗا يَٰمَعۡشَرَ ٱلۡجِنِّ قَدِ ٱسۡتَكۡثَرۡتُم مِّنَ ٱلۡإِنسِۖ وَقَالَ أَوۡلِيَآؤُهُم مِّنَ ٱلۡإِنسِ رَبَّنَا ٱسۡتَمۡتَعَ بَعۡضُنَا بِبَعۡضٖ وَبَلَغۡنَآ أَجَلَنَا ٱلَّذِيٓ أَجَّلۡتَ لَنَاۚ قَالَ ٱلنَّارُ مَثۡوَىٰكُمۡ خَٰلِدِينَ فِيهَآ إِلَّا مَا شَآءَ ٱللَّهُۚ إِنَّ رَبَّكَ حَكِيمٌ عَلِيمٞ ١٢٨

6-128 او په هغې ورځ كې چې هغه به دوى ټول راجمع كړي (او ورته وبه وايي:) اى د پېریانو ډلې! تاسو له انسانانو څخه یقینًا ډېر راخپل (او بې لارې) كړل او د دوى هغه دوستان به، چې له انسانانو ځنې دي؛ ووايي: اى زمونږه ربه! زمونږه ځینو له ځینو نورو نه فايده واخيسته او مونږ هغې نېټې ته ورسېدو كومه چې تا زمونږ لپاره مقرر كړې وه، الله به (دوى ته) ووايي: ستاسو ځاى اور دى، چې په هغه كې به همېشه یئ مګر هغه چې الله وغواړي، بېشكه ستا رب ښه حكمت والا، ښه پوه دى

تفسیر

او یاد کړه -ای پیغمبره- په کومه ورځ چې به الله تعالی راجمع کړي دوه وزن داره شیان د پیریانو او انسانانو نه، بیا به الله تعالی وفرمایې: ای د پیریانو ډلې، یقینا تاسو ډیر خلک ګمراه کړي و او د الله تعالی له لارې نه مو بند کړي و، او د دوی تابعداران به خپل رب ته په جواب کې ووایې: ای زمونږه ربه! فایدې اخیستلې وي هر یو زمونږ نه په خپل ملګري، نو پیرې فایده اخیستې وه د انسان نه د هغه د تابعدارۍ په وجه، او انسان فایده اخیستلې وه په حاصلولو د خپلو شهوتونو، او بیشکه مونږ راورسیدلو هغه نېټې ته چې تا مونږ لره مقرر کړې وه، نو دا ورځ د قیامت ده، الله تعالی به وفرمایې: د جهنم اور ستاسو د اوسیدو ځای دی چې تل به پکې یاست مګر چې الله تعالی وغواړي په اندازه د هغې زمانې چې دوی پکې د قبرونو نه راپاڅیږي تر ورتللو د دوی جهنم ته، نو دا هغه زمانه ده چې الله تعالی مستثنی کړې د دوی د همیشوالی نه په اور کې، بیشکه رب ستا -ای پیغمبره- د حکمت والا دی په خپله اندازه او تدبیر کې، پوهه دی په خپلو بندګانو، او په هغه چا چې په دوی کې د عذاب مستحق وي.