وَبَشِّرِ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ بِأَنَّ لَهُم مِّنَ ٱللَّهِ فَضۡلٗا كَبِيرٗا ٤٧
33-47 او ته مومنانو ته زېرى وركړه په دې سره چې بېشكه د دوى لپاره د الله له جانبه ډېر لوى فضل دى
تفسیر
او پر الله هغو ايمان راوړونکو ته چې پر هغه څه عمل کوي چې ورته روا کړي يې دي، د هغه څه خبر ورکړه چې خوشالوي يې چې هغوی لره د الله پاک له لوري داسې لويه پېرزوينه ده چې په دنيا کې د هغوی مرستې او آخرت کې جنت ته په داخلېدو د هغوی بريا ته شامله ده.