فَٱصۡبِرۡ كَمَا صَبَرَ أُوْلُواْ ٱلۡعَزۡمِ مِنَ ٱلرُّسُلِ وَلَا تَسۡتَعۡجِل لَّهُمۡۚ كَأَنَّهُمۡ يَوۡمَ يَرَوۡنَ مَا يُوعَدُونَ لَمۡ يَلۡبَثُوٓاْ إِلَّا سَاعَةٗ مِّن نَّهَارِۭۚ بَلَٰغٞۚ فَهَلۡ يُهۡلَكُ إِلَّا ٱلۡقَوۡمُ ٱلۡفَٰسِقُونَ ٣٥
46-35 نو (اى نبي!) ته صبر كوه، لكه چې د عزیمت والا رسولانو صبر كړى دى او د دوى په هكله (د عذاب) تلور مه كوه، ګویاكې دوى به هغه ورځ (كې) چې هغه (عذاب) وویني چې له دوى سره يې وعده كولى شوه، داسې وي چې دوى وخت نه دى تېر كړى مګر د ورځې یوه ګړۍ، (دا قرآن) پېغام دى، پس هلاك كولى نه شي مګر فاسقان خلق
تفسیر
نو ای رسوله! د خپل قوم له لوري ستا پر درواغ ګڼلو صبر کوه، لکه څنګه چې همت لرونکو رسولانو: نوح، ابراهيم، موسی، عيسی عليهم السلام صبر کولو، هغوی لره په سزا بيړه مه کوه، ګواکې ستا له قومه درواغ ګڼونکي چې کله په آخرت کې هغه عذاب وويني چې ژمنه يې ورسره کېدله، نو د عذاب د اوږدوالي له امله به داسې انګيري چې هغوی په دنيا کې له ورځې يوازې يوه ګړۍ وخت تېر کړی، دغه پر محمد صلی الله عليه وسلم نازل کړل شوی قرآن د انسانانو او پېريانو لپاره بلنه او بسنه کوونکی دی، ځکه په عذاب تباه کېدونکي يوازې په کفر او ګناهونو د الله له پيروۍ وتونکي خلک دي.