سورت يوسف، آیت 72

12:72

قَالُواْ نَفۡقِدُ صُوَاعَ ٱلۡمَلِكِ وَلِمَن جَآءَ بِهِۦ حِمۡلُ بَعِيرٖ وَأَنَا۠ بِهِۦ زَعِيمٞ ٧٢

12-72 هغوى وویل: مونږ د بادشاه پېمانه وركه كړې ده، او د هغه چا لپاره چې دغه راوړي، د یو اوښ بار دى، او زه د دې ضامن یم

تفسیر

آواز کوونکي او څوک چې ورسره ملګري وو د يوسف عليه السلام وروڼو ته وويل: له موږ د پاچا هغه پېمانه ورکه شوې چې پېمانه پرې کوي، چا چې مخکې له پلټنې راوړه د هغه لپاره يو اوښ بار انعام دی او پر دغه زه ورته ضامن يم.