۞ وَمَآ أُبَرِّئُ نَفۡسِيٓۚ إِنَّ ٱلنَّفۡسَ لَأَمَّارَةُۢ بِٱلسُّوٓءِ إِلَّا مَا رَحِمَ رَبِّيٓۚ إِنَّ رَبِّي غَفُورٞ رَّحِيمٞ ٥٣
12-53 او زه خپل نفس نه بري كوم(پاك ورته نه وايم)، یقینًا نفس خو په بدۍ سره ډېر حكم كوونكى دى، مګر هغه چې زما رب پرې رحم وكړي، یقینًا زما رب ښه، مغفرت كوونكى، بې حده رحم كوونكى دى
تفسیر
د عزيز مېرمنې خپله خبره په دې ويلو اوږده کړه: زه خپل نفس د ناروا له ارادې پاک نه ګڼم، نه مې په دې د خپل نفس د پاکوالي اراده کړې ده، ځکه دانساني نفس شان دا دی چې په ناروا ډېر امرکوونکی دی، هغه څه ته د ورکوږوالي له امله چې غواړي يې او له هغه څخه د راګرځېدلو د سختوالي له امله، مګر له انسانانو چې پر چا الله رحم کړی وي، هغه يې په ناروا له امر کولو ساتلی وي، بېشکه زما پالونکی بښونکی دی هغه چا لره چې له بندګانو يې توبه وباسي، پر هغوی مهربانه دی.