إِذۡ قَالَ يُوسُفُ لِأَبِيهِ يَٰٓأَبَتِ إِنِّي رَأَيۡتُ أَحَدَ عَشَرَ كَوۡكَبٗا وَٱلشَّمۡسَ وَٱلۡقَمَرَ رَأَيۡتُهُمۡ لِي سَٰجِدِينَ ٤
12-4 (یاد كړه هغه وخت) كله چې یوسف خپل پلار ته وویل: اى زما پلار جانه! بېشكه ما (په خوب كې) یوولس ستوري او لمر او سپوږمۍ ولیدل، ما دوى ولېدل چې ما ته سجده كوونكي وو
تفسیر
موږ تا خبروو ای رسوله! کله چې يوسف عليه السلام خپل پلار يعقوب عليه السلام ته وويل: ای پلارجانه! بېشکه ما په خوب کې يولس ستوري وليدل، لمر او سپوږمۍ مې وليدل، دا ټول مې وليدل چې ما لره سجده کوونکي وو، دغه خوب د يوسف عليه السلام لپاره يو بيړنی زيری و.