سورت يوسف، آیت 12

12:12

أَرۡسِلۡهُ مَعَنَا غَدٗا يَرۡتَعۡ وَيَلۡعَبۡ وَإِنَّا لَهُۥ لَحَٰفِظُونَ ١٢

12-12 ته دى له مونږ سره سبا ولېږه چې ښې ډېرې مېوې وخوري (مزې وكړي) او لوبې وكړي او بېشكه مونږ د ده خامخا ساتونكي یو

تفسیر

اجازه راکړه چې سبا هغه له ځان سره واخلو، له خوراک به خوند واخلي، ډېر به خوشحاله شي او موږ يې له هر هغه زيانه ساتونکي يو چې هغه ته رسيږي.