قَالَ قَآئِلٞ مِّنۡهُمۡ لَا تَقۡتُلُواْ يُوسُفَ وَأَلۡقُوهُ فِي غَيَٰبَتِ ٱلۡجُبِّ يَلۡتَقِطۡهُ بَعۡضُ ٱلسَّيَّارَةِ إِن كُنتُمۡ فَٰعِلِينَ ١٠
12-10 په دوى كې یو ویونكي وویل: تاسو یوسف مه وژنئ او (بلكې) هغه د ګمنامي كوهي په تیاره بېخ كې وغورځوئ چې په تېرېدونكو (لارویانو) كې به يې ځینې (څوك) واخلي كه تاسو كوونكي یئ (د هغه كار چې ستاسو مقصد پرې پوره كېږي)
تفسیر
له وروڼو يوه وويل: يوسف مه وژنئ بلکې د څاه تل ته يې وغورځوئ ځينې هغه مسافرين به يې ورسره پورته کړي چې پرې تېريږي، دا يې تر وژلو کم ضرر دی، که چېرې تاسو د هغه څه هوډ لرئ چې د هغه په اړه مو وويل.