سورت يونس، آیت 7

10:7

إِنَّ ٱلَّذِينَ لَا يَرۡجُونَ لِقَآءَنَا وَرَضُواْ بِٱلۡحَيَوٰةِ ٱلدُّنۡيَا وَٱطۡمَأَنُّواْ بِهَا وَٱلَّذِينَ هُمۡ عَنۡ ءَايَٰتِنَا غَٰفِلُونَ ٧

10-7 بېشكه هغه كسان چې زمونږ د ملاقات امېد نه لري او پر دنيايي ژوند راضي شوي دي او پر دې (ژوند) مطمئن دي او هغه كسان چې دوى زمونږ له ایتونو نه غافلان دي

تفسیر

بېشکه هغه کافران چې له الله سره د مخامخ کېدو هيله نلري چې ترې وډار شي او يا هغه وغواړي، د آخرت د تلپاتې ژوند په بدل کې د دنيا په پای ته رسيدونکي ژوند خوښ دي، پر هغو د خوښۍ له امله يې زړونه ډاډه دي، دا هغه کسان دي چې د الله له نښانو او دلايلو مخ اړوونکي او بې پروا دي.