وَمَا ظَنُّ ٱلَّذِينَ يَفۡتَرُونَ عَلَى ٱللَّهِ ٱلۡكَذِبَ يَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَذُو فَضۡلٍ عَلَى ٱلنَّاسِ وَلَٰكِنَّ أَكۡثَرَهُمۡ لَا يَشۡكُرُونَ ٦٠
10-60 او د هغو كسانو، چې په الله باندې له ځانه دروغ تپي، څه ګمان دى، د قیامت په ورځ كې (به ورسره څه كېږي) بېشكه الله په خلقو باندې خامخا د فضل كولو والا دى او لېكن د دوى زیاتره شكر نه وباسي
تفسیر
پر الله درواغ تړونکي څه ګومان کوي چې د قيامت په ورځ به پر هغوی څه راځي؟! آيا هغوی ګومان کوي چې بخښنه به ورته وشي؟! ډېره لرې ده، بېشکه الله پر خلکو د پېرزوينې څښتن دی چې هغوی ته مهلت ورکوي او په سزا ورکولو کې بيړه نه کوي، خو د هغوی ډېری دالله له نعمت څخه نټه کوونکي دي چې پرې کړی يې دی؛ نو شکر يې نه وباسي.