سورت يونس، آیت 54

10:54

وَلَوۡ أَنَّ لِكُلِّ نَفۡسٖ ظَلَمَتۡ مَا فِي ٱلۡأَرۡضِ لَٱفۡتَدَتۡ بِهِۦۗ وَأَسَرُّواْ ٱلنَّدَامَةَ لَمَّا رَأَوُاْ ٱلۡعَذَابَۖ وَقُضِيَ بَيۡنَهُم بِٱلۡقِسۡطِ وَهُمۡ لَا يُظۡلَمُونَ ٥٤

10-54 او كه چېرې حقيقتًا د هر هغه نفس لپاره چې ظلم يې كړى دى، هغه څه وي چې په ځمكه كې دي، نو خامخا به يې فدیه كړي او دوى به پښیماني پټه كړي كله چې دوى عذاب وویني او د دوى په مینځ كې به فیصله په انصاف سره وكړى شي، په دې حال كې چې پر دوى به ظلم نه كېږي

تفسیر

که چیرې د هر مشرک د پاره ټول هغه غوره مالونه چې په ځمکه کې دي وي، هرومرو به يې د الله له سزا د خلاصون لپاره بدل وګرځوي که چېرې هغه ته د فديه ورکولو فرصت ورکړل شي، مشرکان به خپله پښېماني پټه کړي کله چې د قيامت په ورځ سزا وويني، الله به په عدل د هغوی ترمنځ پرېکړه وکړي، په داسې حال کې چې پر هغوی به ظلم نه کيږي، يوازې پر خپلو کړنو به سزا ورکول کيږي.