سورت يونس، آیت 28

10:28

وَيَوۡمَ نَحۡشُرُهُمۡ جَمِيعٗا ثُمَّ نَقُولُ لِلَّذِينَ أَشۡرَكُواْ مَكَانَكُمۡ أَنتُمۡ وَشُرَكَآؤُكُمۡۚ فَزَيَّلۡنَا بَيۡنَهُمۡۖ وَقَالَ شُرَكَآؤُهُم مَّا كُنتُمۡ إِيَّانَا تَعۡبُدُونَ ٢٨

10-28 او هغه ورځ چې مونږ به دوى ټول راجمع كړو، بیا به مونږ هغو كسانو ته چې شرك يې كړى دى، ووایو: تاسو او ستاسو شریكان پر خپل ځاى ټینګ ودرېږئ، نو مونږ به د دوى په مینځ كې بېلتون راولو او د دوى شریكان به ووايي: تاسو خو زمونږ عبادت نه كاوه

تفسیر

ای رسوله! د قيامت ورځ در په ياد کړه، کله چې موږ ټول خلک را غونډ کړو، بيا هغو کسانو ته چې په دنيا کې يې په الله شرک کړی وو، ووايو: ای مشرکانو! تاسو او ستاسو هغه معبودان چې له الله پرته مو يې عبادت کولو په خپلو ځايونو کې اوسئ، بيا موږ د معبودانو او د عبادت کوونکو ترمنځ بېلوالی راولو او معبودان له عبادت کوونکو بېزاره شي په داسې حال کې چې وايي: تاسو خو په دنيا کې زموږ عبادت نه کاوه.