ثُمَّ نُنَجِّي رُسُلَنَا وَٱلَّذِينَ ءَامَنُواْۚ كَذَٰلِكَ حَقًّا عَلَيۡنَا نُنجِ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ ١٠٣
10-103 بیا مونږ خپلو رسولانو ته نجات وركوو او همدارنګه هغو كسانو ته چې ایمان يې راوړى دى، پر مونږ ثابته ده دا چې مونږ به مومنانو ته نجات وركوو
تفسیر
بيا پر هغوی سزا نازلوو او خپل رسولان ژغورو او هغه کسان ژغورو چې له هغوی سره يې ايمان راوړی دی؛ نو هغوی ته هغه څه نه رسيږي چې قوم ته يې رسېدلي، لکه څنګه مو چې دغه رسولان او له هغوی سره مؤمنان وژغورل همدارنګه د الله رسول او له هغه سره مؤمنان په داسې حقه ژغورنه سره ژغورو چې پر موږ لازمه ده.