أَفَلَمۡ يَهۡدِ لَهُمۡ كَمۡ أَهۡلَكۡنَا قَبۡلَهُم مِّنَ ٱلۡقُرُونِ يَمۡشُونَ فِي مَسَٰكِنِهِمۡۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَأٓيَٰتٖ لِّأُوْلِي ٱلنُّهَىٰ ١٢٨
20-128 ایا نو دوى ته نه ده څرګنده شوې چې څومره ډېرې پېړۍ (امتونه) مونږ هلاكې كړې دي، چې دوى د هغوى په استوګنځایونو كې تېرېږي، بېشكه په دغو كې د عقل والاو لپاره ډېرې نښې دي
تفسیر
آیا نه دي ښکاره شوي مشرکېنو ته ډیر د هغو امتونو چې مونږ د دوی نه مخکې هلاک کړي، دوی ګرځي په کورونو د هغو هلاک شوو امتونو کې، او د هغوی د هلاکت اثار ویني، یقېنا په هغه عذاب کې چې دغو امتونو ته رسېدلی و د هلاکت او ویجاړېدلو نه، خامخا عبرتونه دي د عقلمندو خلکو لپاره.