مَّنۡ أَعۡرَضَ عَنۡهُ فَإِنَّهُۥ يَحۡمِلُ يَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِ وِزۡرًا ١٠٠
20-100 هرڅوك چې له ده نه مخ وګرځوي، پس بېشكه دغه كس به د قیامت په ورځ ( د عذاب) بار پورته كوي
تفسیر
چا چې مخ واړوه لدې قرآن کریم څخه کوم چې په تا باندې نازل شوی او ایمان یې پرې رانه وړ، او په هغه څه یې عمل ونه کړ کوم چې په دې کې دي؛ نو دا به د قیامت په ورځ راځي په داسې حال کې چې باروونکی به وي ډیرې لویې ګناه لره، او د دردناک عذاب مستحق به وي.