سورت ص، آیت 86

38:86

قُلۡ مَآ أَسۡـَٔلُكُمۡ عَلَيۡهِ مِنۡ أَجۡرٖ وَمَآ أَنَا۠ مِنَ ٱلۡمُتَكَلِّفِينَ ٨٦

38-86 ته (دوى ته) ووایه: زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې هېڅ اجر نه غواړم او زه له تكلف كوونكو څخه نه یم

تفسیر

ووایه -ای رسوله- دې مشرکانو ته: کومه خېرخواهي (نصیحت) چې تاسو ته رسوم نو بدله یې له تاسو نه غواړم، او نه زه له ځانه جوړونکی یم په راوړلو د زیاتوالي په هغه څه کې چې ما ته پرې امر شوی.