سورت ص، آیت 51

38:51

مُتَّكِـِٔينَ فِيهَا يَدۡعُونَ فِيهَا بِفَٰكِهَةٖ كَثِيرَةٖ وَشَرَابٖ ٥١

38-51 په دغو كې به تكیه وهلي وي، په دغو (جنتونو) كې به دوى ډېرې مېوې او مشروب راغواړي

تفسیر

دوی لپاره په سینګار شوو تختونو به ډډه وهلي ناست وي، له خپلو خادمانو به غواړي چې هر هغه ډول زیاتو میوو څخه ورته وړاندې کړي چې دوی یې اشتها لري، او له څښاک څخه هغه شراب او نور څه چې دوی یې اشتها لري.