إِنَّا سَخَّرۡنَا ٱلۡجِبَالَ مَعَهُۥ يُسَبِّحۡنَ بِٱلۡعَشِيِّ وَٱلۡإِشۡرَاقِ ١٨
38-18 بېشكه مونږ له هغه سره غرونه تابع كړي وو چې د ورځې په اخره او اوله برخه كې به يې تسبیح ویله
تفسیر
بېشکه مونږ د داود سره غرونه تابع کړي وو، چې د هغه تسبیح سره به یې تسبیح ویله کله به چې ده د ورځې په پای کې او (د ورځې په) پېل د لمر ختلو مهال کې تسبیح ویله.