فَسَقَىٰ لَهُمَا ثُمَّ تَوَلَّىٰٓ إِلَى ٱلظِّلِّ فَقَالَ رَبِّ إِنِّي لِمَآ أَنزَلۡتَ إِلَيَّ مِنۡ خَيۡرٖ فَقِيرٞ ٢٤
28-24 نو (د) هغو (كنډك) ته يې اوبه وركړې، بیا سیوري ته وګرځېده، نو ويې ويل:اى زما ربه! بېشكه زه هر هغه څیز ته چې ته يې ما ته نازلوې له خیره ځنې؛ محتاج یم
تفسیر
نو موسی هغوی دواړو ته زړه بد شو او پسونه يې ورته اوبه کړل، بيا سيورې خواته ولاړ هلته يې آرام وکړ او له خپل پالونکي يې په اشاره خپله اړتيا وغوښتله چې ويې ويل: ای زما پالونکيه! هره ښېګڼه چې پر ما راکوزه کړې زه ورته اړ يم.