وَإِذۡ يَرۡفَعُ إِبۡرَٰهِـۧمُ ٱلۡقَوَاعِدَ مِنَ ٱلۡبَيۡتِ وَإِسۡمَٰعِيلُ رَبَّنَا تَقَبَّلۡ مِنَّآۖ إِنَّكَ أَنتَ ٱلسَّمِيعُ ٱلۡعَلِيمُ ١٢٧
2-127او كله چې ابراهيم د بيت الله بنيادونه اوچتول او (ورسره) اسمٰعيل (هم) (دواړو دا دعا كوله) اى زمونږه رَبه! زمونږ نه (دا عمل) قبول كړه، تهٔ چې يې، خاص تهٔ، ښه اورېدونكى، ښه عالم يې
تفسیر
ياد کړه اې نبي کله چې ابراهيم او اسماعيل د کعبې بنسټونه پورته کول او دواړو په عاجزۍ او خوارۍ ويل: اې زموږ پالونکيه! زموږ کړنې را څخه ومنه چې يوه ورڅخه دغه د بيت الله ودانول دي، پرته له شکه ته زموږ د دعاوو اورېدونکی او زموږ پر نيتونو او اعمالو ښه پوه يې.