سورت البقرة، آیت 128

2:128

رَبَّنَا وَٱجۡعَلۡنَا مُسۡلِمَيۡنِ لَكَ وَمِن ذُرِّيَّتِنَآ أُمَّةٗ مُّسۡلِمَةٗ لَّكَ وَأَرِنَا مَنَاسِكَنَا وَتُبۡ عَلَيۡنَآۖ إِنَّكَ أَنتَ ٱلتَّوَّابُ ٱلرَّحِيمُ ١٢٨

2-128اى زمونږه ربه! مونږ ستا (حكم) منونكي جوړ كړه او زمونږه په اولاد كې (هم) يوه ډله ستا حكم منونكې (جوړه كړه) او مونږ ته زمونږ د عبادت طرىقې وښَيَه او زمونږه توبه قبوله كړه، يقينًا همدا تهٔ ډېر ښه توبه قبلوونكى، بې حده رحم كوونكى يې

تفسیر

اې زمونږ پالونکیه! مونږ ستا امر ته غاړه ایښودونکي او تا لره عاجزي کوونکي وګرځوه، تا سره هیڅوک شریک نه ګرځوو او زمونږ له اولادونو څخه یو پوره امت تا ته غاړه ایښودونکی وګرځوه، او مونږ ته د خپلې بندګۍ څرنګوالی وښایه، او زمونږ د ګناهونو او په امر منلو کې د کمښت څخه راته تېر شه، بېشکه ته د هغو بندګانو توبه قبلونکی یې چې تا ته توبه وباسي او پر دوي لورین یې.