سورت محمد، آیت 20

47:20

وَيَقُولُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ لَوۡلَا نُزِّلَتۡ سُورَةٞۖ فَإِذَآ أُنزِلَتۡ سُورَةٞ مُّحۡكَمَةٞ وَذُكِرَ فِيهَا ٱلۡقِتَالُ رَأَيۡتَ ٱلَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٞ يَنظُرُونَ إِلَيۡكَ نَظَرَ ٱلۡمَغۡشِيِّ عَلَيۡهِ مِنَ ٱلۡمَوۡتِۖ فَأَوۡلَىٰ لَهُمۡ ٢٠

47-20 او هغه كس چې ایمان يې راوړى دى، وايي: ولې یو (داسې) سورت نه نازلول كېږي (چې د جهاد حكم په كې وي)، نو كله چې یو محكم سورت نازل كړى شي او په هغه كې جنګ یاد كړى شوى وي (نو) ته به هغه كسان وینې چې د هغوى په زړونو كې (د نفاق) مرض دى، چې تا ته به ګوري د هغه كس د كتو په شان چې په هغه د مرګ له وجې بې هوشي راغلې وي، نو د دوى لپاره دې هلاكت وي

تفسیر

او هغه کسان چې پر الله يې ايمان راوړی په دې هيله چې الله يې پر خپل رسول داسې يو سورت را نازل کړي چې د جهاد پر حکم مشتمل وي وايي: ولې الله داسې سورت نازل نه کړ چې د جهاد بيان وي پکې، خو کله چې الله داسې سورت رانازل کړ چې په خپل بيان او حکمونو کې محکم دی د جهاد بيان پکې راغلی، ای رسوله! له منافقانو به هغه کسان چې په زړونو کې يې د شک ناروغي ده ووينې داسې به درته ګوري لکه پر چا چې د سختې وېرې او ډار پرده خوره وي، نو الله هغوی ته ژمنه ورکوي چې د هغوی عذاب رارسېدلی او نېږدې دی دغه عذاب په سبب د یریدلو د دوی او په شا کیدلو د دوی له جهاده.