۞ فَخَلَفَ مِنۢ بَعۡدِهِمۡ خَلۡفٌ أَضَاعُواْ ٱلصَّلَوٰةَ وَٱتَّبَعُواْ ٱلشَّهَوَٰتِۖ فَسَوۡفَ يَلۡقَوۡنَ غَيًّا ٥٩
19-59 نو له دوى نه وروسته داسې بد ځاى ناستي پېدا شول چې لمونځونه يې ضايع كړل او د شهوتونو پیروي يې وكړه، نو ژر به دوى د خپلې بدۍ له انجام سره ملاقات وكړي
تفسیر
نو راغلل د دې غوره کړی شویو پیغمبرانو څخه وروسته ناکاره ګمراهان تابعداران، لمونځ يې برباد کړ، نو په سمه طریقه یې نه وو ادا کړی، او خواهشاتو چې یې کوم ګناهونه غوښتل هماغه یې وکړل لکه زنا (بدکاري)، نو زر دی چې دوی به په جهنم کې د شر او پښیمانتیا سره مخامخ شي.