سورت مريم، آیت 46

19:46

قَالَ أَرَاغِبٌ أَنتَ عَنۡ ءَالِهَتِي يَٰٓإِبۡرَٰهِيمُۖ لَئِن لَّمۡ تَنتَهِ لَأَرۡجُمَنَّكَۖ وَٱهۡجُرۡنِي مَلِيّٗا ٤٦

19-46 هغه (پلار د ابراهیم) وویل: اى ابراهیمه! ایا ته زما له معبودانو نه مخ ګرځوونكى يې، یقینًا كه ته منع نه شوې، نو زه به تا خامخا ضرور سنګسار كړم او له ما څخه ډېره موده لرې (او جدا) شه

تفسیر

آزر خپل زوی ابراهیم -علیه السلام- ته وویل: آیا ته مخ اړوونکی یې زما د هغو بوتانو نه چې زه ئې بندګي کوم ای ابراهیمه؟! که ته چیرته زما د بوتانو د بد ویلو نه لاس وانخلي نو زه به تا په تیږو وولم، او ته جدا شه زما نه ډیره موده نو زما سره خبرې مه کوه، او زما سره یو ځای کیږه هم مه.