سورت لقمان، آیت 22

31:22

۞ وَمَن يُسۡلِمۡ وَجۡهَهُۥٓ إِلَى ٱللَّهِ وَهُوَ مُحۡسِنٞ فَقَدِ ٱسۡتَمۡسَكَ بِٱلۡعُرۡوَةِ ٱلۡوُثۡقَىٰۗ وَإِلَى ٱللَّهِ عَٰقِبَةُ ٱلۡأُمُورِ ٢٢

31-22 او هغه څوك چې خپل مخ الله ته وسپاري، په دې حال كې چې نېكي كوونكى وي، نو یقینًا ده په ډېرې مضبوطې كړۍ باندې منګولې ښخې كړي دي، او خاص الله ته د ټولو كارونو انجام دى

تفسیر

او څوک چې الله ته په داسې حال کې ور مخامخ شو چې په عبادت کې اخلاصمند وو او په عمل کې ښایسته کوونکی وو[نظر یې په الله لګیده] نو بېشکه ده هغه څه کلک ونیول چې د ژغورنې هیله ترې کېږي او د پرې کېدلو ویره یې نه وي، او یوازې الله ته د کارونو ورګرځېدل دي، پس هر چا ته د هغه وړ بدله ورکوي.