سورت هود، آیت 94

11:94

وَلَمَّا جَآءَ أَمۡرُنَا نَجَّيۡنَا شُعَيۡبٗا وَٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ مَعَهُۥ بِرَحۡمَةٖ مِّنَّا وَأَخَذَتِ ٱلَّذِينَ ظَلَمُواْ ٱلصَّيۡحَةُ فَأَصۡبَحُواْ فِي دِيَٰرِهِمۡ جَٰثِمِينَ ٩٤

11-94 او كله چې زمونږ حكم (د عذاب) راغى (،نو) مونږ شعیب ته او هغو كسانو ته چې له هغه سره يې ایمان راوړى و؛ خلاصى وركړ په رحمت سره له خپل جانب نه او هغه كسان چې ظلم يې كړى و؛ خطرناكې چغې ونیول، نو شول په خپلو كورونو كې پړمخې مړه پراته

تفسیر

کله چې زموږ پرېکړه د شعيب عليه السلام د قوم د تباهۍ په اړه راغله، شعيب عليه السلام او هغه کسان چې ايمان يې ورسره راوړی و په خپله لورېينه مو وژغورل، او له قوم څخه يې چې چا تېری کړی و هغو ته سخت تباه کوونکی آواز ورسېد؛ نو مړه شول او پر مخونو پرېوتل، مخونه يې له خاورو سره ولګېدل.