سورت فاطر، آیت 45

35:45

وَلَوۡ يُؤَاخِذُ ٱللَّهُ ٱلنَّاسَ بِمَا كَسَبُواْ مَا تَرَكَ عَلَىٰ ظَهۡرِهَا مِن دَآبَّةٖ وَلَٰكِن يُؤَخِّرُهُمۡ إِلَىٰٓ أَجَلٖ مُّسَمّٗىۖ فَإِذَا جَآءَ أَجَلُهُمۡ فَإِنَّ ٱللَّهَ كَانَ بِعِبَادِهِۦ بَصِيرَۢا ٤٥

35-45 او كه چېرې الله خلق نیولي وى په سبب د هغو (بدو عملونو) چې دوى كړي دي، نو د دې (ځمكې) په شا به يې هېڅ زنده سر(خوځنده) نه و پرېښى او لېكن دوى تر ټاكل شوې نېټې پورې وروسته كوي، نو كله چې د دوى نېټه راشي، نو بېشكه الله خپلو بنده ګانو لره ښه لیدونكى دى

تفسیر

او که الله د خلکو لپاره د هغه څه د سزا په ورکولو کې بيړه کولای چې هغوی کوم ګناهونه کړي دي او کومې تېروتنې يې ترسره کړې دي، نو ټول د ځمکې خلک او د کومو ژويو او مالونو چې هغوی یې څښتنان دي هغه به يې سمدستي تباه کړي وای، خو هغه پاک ذات يې د خپلې پوهې سره سم تر يوې ټاکلې مودې پورې وروسته کوي چې هغه د قيامت ورځ ده، نو کله چې د قيامت ورځ راشي، بيا الله پر خپلو بندګانو ښه ليدونکی دی له هغوی هيڅ هم نه ترې پټيږي، چې هغوی ته به يې د کړنو بدله ورکړي، که خير وه، نو خير او که شر وه، نو شر.