وَإِن يُكَذِّبُوكَ فَقَدۡ كَذَّبَ ٱلَّذِينَ مِن قَبۡلِهِمۡ جَآءَتۡهُمۡ رُسُلُهُم بِٱلۡبَيِّنَٰتِ وَبِٱلزُّبُرِ وَبِٱلۡكِتَٰبِ ٱلۡمُنِيرِ ٢٥
35-25 او كه چېرې دوى تا دروغجن وبولي، نو یقینًا (خپل انبیاء) دروغجن بللي وو هغو كسانو چې له دوى نه مخكې وو، دوى ته د دوى رسولان په ښكاره دلیلونو سره، او په صحیفو سره او په روښانه رڼا كوونكي كتاب سره راغلي وو
تفسیر
او ای رسوله! که هغوی دې درواغجن وبولي، نو صبر کوه، ته لومړنی رسول نه يې چې قوم يې درواغجن ګڼلی وي، پخوانيو امتونو هم دغه خپل رسولان درواغجن ګڼلي دي لکه عاد، ثمود د لوط قوم، هغوی ته رسولان د الله له لوري له څرګندو داسې دليلونو سره راغلل چې د هغوی پر رېښتينولۍ يې دلالت کولو اوهغوی ته رسولانو صحیفې او روښانه کتاب راوړی وو[فایده ورڅخه]هغه چا واخیسته چې چا ژورفکر او سوچ درلوده