سورت الزمر، آیت 74

39:74

وَقَالُواْ ٱلۡحَمۡدُ لِلَّهِ ٱلَّذِي صَدَقَنَا وَعۡدَهُۥ وَأَوۡرَثَنَا ٱلۡأَرۡضَ نَتَبَوَّأُ مِنَ ٱلۡجَنَّةِ حَيۡثُ نَشَآءُۖ فَنِعۡمَ أَجۡرُ ٱلۡعَٰمِلِينَ ٧٤

39-74 او دوى به وايي: ټول د كمال صفتونه هغه الله لره خاص دي چې زمونږ سره يې خپله وعده رښتینې كړه او مونږ ته يې دغه ځمكه میراث راكړه، چې په دغه جنت كې مونږ ځاى نیسو، هر ځاى چې مونږ وغواړو، نو د (نېك) عمل كوونكو اجر ښه دى

تفسیر

او مؤمنان چې کله جنت ته ننوزي وبه وايي: هغه الله لره ستاينه ده چې له موږ سره يې خپله هغه ژمنه رېښتينې کړه چې د رسولانو په خولو يې را سره کړې وه، او له موږ سره يې دا ژمنه کړې وه چې جنت ته به مو ننباسي او د جنت د ځمکې وارثان به مو ګرځوي، هلته به هغه ځای ته ځو چېرې چې تلل وغواړو، نو د هغو نېکوکړنو ترسره کوونکو لپاره څومره ښه بدله ده چې د خپل پالونکي لپاره يې کوي.