أَفَمَن يَتَّقِي بِوَجۡهِهِۦ سُوٓءَ ٱلۡعَذَابِ يَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِۚ وَقِيلَ لِلظَّٰلِمِينَ ذُوقُواْ مَا كُنتُمۡ تَكۡسِبُونَ ٢٤
39-24 ایا نو هغه څوك چې په خپل مخ سره ځان بچ كوي له سخت عذاب نه په ورځ د قیامت كې او ظالمانو ته به وویل شي: تاسو وڅكئ (سزا د) هغو عملونو چې تاسو به كول
تفسیر
آیا برابر دی هغه کس چې الله ورته لارښوونه کړې، او په دنیا کې یې وس ورکړی او په آخرت کې یې جنت ته ننویستی، او هغه کس چې کفر یې کړی او په خپل کفر مړ شوی، نو دوزخ ته تړل شوي لاسونه او پښې یې ورننویستی، نشي کولای چې له اور څخه ځان وساتي مګر پړمخ؟! او هغو ظالمانو ته چې په کفر او ګناهونو کولو یې پر ځانو ظلم کړی د زورنې په ډول وویل شي: د هغه کفر او ګناهونو سزا وڅکئ چې کول مو، همدا مو بدله ده.