فَإِذَا ٱنسَلَخَ ٱلۡأَشۡهُرُ ٱلۡحُرُمُ فَٱقۡتُلُواْ ٱلۡمُشۡرِكِينَ حَيۡثُ وَجَدتُّمُوهُمۡ وَخُذُوهُمۡ وَٱحۡصُرُوهُمۡ وَٱقۡعُدُواْ لَهُمۡ كُلَّ مَرۡصَدٖۚ فَإِن تَابُواْ وَأَقَامُواْ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتَوُاْ ٱلزَّكَوٰةَ فَخَلُّواْ سَبِيلَهُمۡۚ إِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٞ رَّحِيمٞ ٥
9-5 نو كله چې حرامې میاشتې تېرې شي، بیا نو تاسو دغه مشركان وژنئ چېرته چې تاسو هغوى ومومئ او دوى نیسئ او د دوى محاصَره كوئ او د دوى لپاره په هر كمین ځاى كې كېنئ، نو كه دوى توبه وباسي او لمونځ قايم كړي او زكات ادا كړي، بیا نو تاسو د دوى لاره خوشې كړئ، بېشكه الله ډیر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
تفسیر
کله چې هغه د حرم مياشتې تېرې شي چې تاسو مو خپلو دوښمنانو ته پکې امان ورکړی، نو بيا مو چې هر چېرې مشرکان وموندل ويې وژنئ، بنديان يې کړئ او په خپلو ځايونو کې يې محاصره کړئ او په لارو کې کمينونه ورته ونيسئ، که يې الله ته له شرکه توبه واېستله او بشپړ لمونځ يې وکړ او د خپلو مالونو زکات يې ادا کړ؛ نو هغوی مو په اسلام کې وروڼه وګرځېدل، بيا جګړه ورسره پرېږدئ، پرته له شکه الله د هغه چا بخښونکی دی چې له بنده ګانو يې څوک توبه وباسي، پر هغه مهربان دی.