سورت الطلاق، آیت 12

65:12

ٱللَّهُ ٱلَّذِي خَلَقَ سَبۡعَ سَمَٰوَٰتٖ وَمِنَ ٱلۡأَرۡضِ مِثۡلَهُنَّۖ يَتَنَزَّلُ ٱلۡأَمۡرُ بَيۡنَهُنَّ لِتَعۡلَمُوٓاْ أَنَّ ٱللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَيۡءٖ قَدِيرٞ وَأَنَّ ٱللَّهَ قَدۡ أَحَاطَ بِكُلِّ شَيۡءٍ عِلۡمَۢا ١٢

65-12 الله هغه ذات دى چې اوه اسمانونه يې پیدا كړي دي او له ځمكې نه هم د دغو په مثل، (د الله) امر د دوى په مینځ كې نازلېږي، د دې لپاره چې تاسو پوه شي چې یقینًا الله په هر شي باندې ښه قادر دى او دا چې یقینًا الله د علم په لحاظ هر شى راګېر كړى دى

تفسیر

الله همغه ذات دی چې اووه اسمانونه يې پيداکړي دي او د اوو اسمانو د پيدايښت غوندې يې اووه ځمکې پيداکړې دي، د الله شرعي او د کايناتو اړوند امر د هغو ترمنځ را نازليږي، په دې هيله چې پوه شئ چې بېشکه الله پر هرڅه ځواکمن دی، هيڅ شی يې نه شي بې وسې کولای، او هغه پاک ذات د پوهې له اړخه پر هرڅه را چاپېر دی، له هغه څخه نه په اسمانونو کې او نه په ځمکه کې څه پټېدلای شي.