سورت التكوير، آیت 1

81:1

إِذَا ٱلشَّمۡسُ كُوِّرَتۡ ١

81-1 كله چې لمر ونغښتل شي

تفسیر

کله چې د لمر ټوکۍ غونډه کړل شي، او رڼا يې له منځه ولاړه شي.