إِنَّمَا ٱلسَّبِيلُ عَلَى ٱلَّذِينَ يَظۡلِمُونَ ٱلنَّاسَ وَيَبۡغُونَ فِي ٱلۡأَرۡضِ بِغَيۡرِ ٱلۡحَقِّۚ أُوْلَٰٓئِكَ لَهُمۡ عَذَابٌ أَلِيمٞ ٤٢
42-42 بېشكه همدا خبره ده چې (د ملامتیا) لار خو په هغو كسانو ده چې په خلقو ظلم كوي او په ځمكه كې ناحقه سركشي كوي، دغه كسان (دي چې) د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى
تفسیر
بېشکه مؤاخذه (نيونه) او جزا يوازې د هغو کسانو لپاره ده چې پر خلکو ظلم کوي او په ځمکه کې ګناهونه ترسره کوي، همدوی لره په آخرت کې دردوونکی عذاب دی.