كَذَٰلِكَ يُوحِيٓ إِلَيۡكَ وَإِلَى ٱلَّذِينَ مِن قَبۡلِكَ ٱللَّهُ ٱلۡعَزِيزُ ٱلۡحَكِيمُ ٣
42-3 (له شروع نه) هغه همداسې وحي كوي تا ته او هغو (پېغمبرانو) ته چې له تا نه مخكې وو، هغه الله چې ډېر غالب، ښه حكمت والا دى
تفسیر
ای محمده! د دغې وحي په شان الله تاته او له تا مخکې نبيانو ته وحي کوي، الله له خپلو دښمنانو په غچ اخېستنه کې برلاسی دی او په خپل تدبير او مخلوق کې حکمت والا دی.