سورت الشعراء، آیت 30

26:30

قَالَ أَوَلَوۡ جِئۡتُكَ بِشَيۡءٖ مُّبِينٖ ٣٠

26-30 (موسٰى) وویل: ایا اګر كه زه تا ته یو څرګندوونكى شى (دلیل) راوړم

تفسیر

موسی عليه السلام، فرعون ته وويل: آيا ته ما له بنديانو ګرځوې که څه هم زه تاته داسې څه راوړم چې هغه زما دا رېښتينولي بيانوي چې زه درته د الله له لورې راغلی يم؟